کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د وري ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د شنبې ورځ هم د کوچیني اختر په رخصتیو کې اضافه شوې ده.
دغه وزارت د ټولو دولتي ادارو له کارکوونکو غوښتي، چې د کوچیني اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته په ټاکلي وخت خپلو دندو ته حاضر شي.
د کار وزارت له ادارو وغوښتل چې د خپلو کارکوونکو حاضري په جدي توګه کنټرول کړي او خپل راپورونه دې وزارت ته واستوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم وايي، د کوچني اختر له رخصتیو وروسته به د دغه وزارت معینان د دولتي کارکوونکو حاضري وڅاري.
د هېواد سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د وري ۲۲ مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه او جمعه به یې دریمه ورځ وي.
د پیغام پای/
Your Comment